یو خیریه بنسټ نن په کابل کې د ۱۴۰ جوړو د واده ډله ییز مراسم ترسره کړل.
د دغو جوړو کورنۍ د لوړو ولورونو او د ودونو ناوړه دودونه په هېواد کي د ځوانانو لپاره لویه ستونزه بولي او ټینګار کوي چې، اولادونه یې نباید د ناوړه دودونو او بې ځایه لګښت له وجې له واده کولو محروم پاتې نه شي.
ډیری دغه جوړې وایي چې، د دې ډله ییز واده موخه یې د بې وزله ځوانانو لاس نیوی او د ناوړه دودونو پر ضد مبارزه ده او زیاتوي چې، دوی هم د اقتصادي ناتوانۍ له امله خپل مراسم په دله ییزه توګه ترسره کړل.
ددغه بنسټ مسوولین وایي له دې کار څخه یې موخه د بې وزله ځوانانو لاس نیوی او زیاتوي چې د لوړو ولورونو او د ودونو ناوړه رواجونه هغه ستونزې دي چي له امله یې ډېری وختونه د ځوانانو ژوند له ګواښ سره مخ کېږي.
د یادونې وړ ده چې، لدې وړاندې د ځینو بنسټونو لخوا د هېواد په ځینې نورو ولایتونو کې هم ورته ډله ییز ودونه ترسره شوي دي.