د ایران – اسرائیل تر منځ د اوربند له اعلان وروسته، پاکستان ایران خپل ورور هېواد وباله او ترې کلک ملاتړ اعلان کړ.په پاکستان کې د ایران سفیر رضا امیری مخدم وایي، چې اسلامآباد د ایران او اسرائیل تر منځ د اوربند هرکلی کوي، او باور لري چې دوامداره سوله یوازې د ملګرو ملتونو د اصولو په رڼا کې، د خبرو او ډیپلوماتیکې لارو له لارې ممکنه ده.نوموړي، زیاته کړي، چې په ملګروملتونو کې د پاکستان استازي، اسیم افتخار احمد، د امریکا او اسرائیل لخوا د ایران د هستوي تأسیساتو پر بمبارۍ سخت غندنه وکړه او په بېساري توګه یې د بې قېده اوربند او د تاوتریخوالي د کمولو غوښتنه وکړه .
























