هندي رسنۍ «ټایمز اف انډیا» راپور ورکړی چې میجر سید معیظ عباس شاه، هغه پاکستاني پوځي افسر چې په ۲۰۱۹ کال کې یې د هند د هوایي ځواک د پيلوټ ابینندن ورتهمان د نیولو ادعا کړې وه، د پاکستاني طالبانو (TTP) سره د نښتې پر مهال وژل شوی دی.
د پاکستان پوځ د عامه اړیکو څانګې «آیاېسپيآر» په یوه خپره شوې اعلامیه کې تایید کړې چې میجر معیظ د جنوبي وزیرستان د سراروغه سیمې په عملیاتو کې د یو بل افسر، جبران الله، سره یو ځای وژل شوی دی. د پوځ د اعلامیې له مخې، په دغه عملیاتو کې ۱۱ وسلهوال طالبان وژل شوي او اووه نور ټپیان شوي دي.
ټایمز اف انډیا وایي چې د میجر معیظ جنازه د راولپنډۍ په چکلاله ګارېسن کې ترسره شوه، چیرې چې د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر هم ګډون کړی و.



















