الجزیره نن سهار راپور ورکړی، چې د اسراییلي ځواکونو په وروستیو بریدونو کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له ۸۰ زیات فلسطینیانو خپل ژوند له لاسه ورکړي او نږدې ۴۰۰ نور ټپیان شوي دي. دغه شمېرې د غزې د روغتیا وزارت لهخوا تایید شوي دي.
په ورته مهال، درې نور فلسطینیان هم د اسراییلي ښارګوټو مېشتو کسانو لهخوا د رامالله په شمال ختیځ کې د کفر مالک کلي کې وژل شوي، او یو شمېر نور ژوبل شوي دي. راپور زیاتوي، چې تر ۱۰۰ زیات اسراییلیان یاد کلی ته ننوتلي، د فلسطینیانو کورونه او موټرونه یې سوځولي دي.
الجزیرې همداراز یادونه کړې، چې د غزې د پرونیو پېښو تلفات ښايي نور هم زیات شي، ځکه چې لا هم د ژغورنې او لټون عملیات روان دي.
































