د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې تېره ورځ ۵۶ افغان وګړي د پاکستان له بېلابېلو زندانونو خوشې او افغانستان ته بېرته راستانه شوي دي.
یاد وزارت په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه کسان د یوې تر اوو ورځو پورې د بند موده تېره کړې، او زیاتوي، چې له دې ډلې ډېری افغانان د قانوني اسنادو لکه د پياوار کارتونه له لرلو سره سره نیول شوي وو.
دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي، چې د پاکستان حکومت هغو افغانانو ته، چې د مهاجرت قانوني اسناد نه لري، د وتلو لپاره ټاکلی مهلت پای ته نژدې دی. تمه کېږي، چې له ضربالاجل وروسته به فشارونه او نیونې نورې هم زیاتې شي.
د کډوالو وزارت زیاتوي، چې د راستنېدونکو افغانانو د انتقال، لنډمهاله اسکان او اړینو خدماتو چمتو کولو ته دوام ورکوي.





























