د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ورسره د ایران د کشالې د حل په تړاو ټیلیفوني خبرې کړي او د مرستې وړاندیز یې ورته کړی دی.
ښاغلي ټرمپ دغه څرګندونې پرون له خبریالانو سره د خبرو پر مهال وکړې. هغه زیاته کړه چې پوتین د وضعیت د ارامولو لپاره خپل چمتووالی ښودلی.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې څو ورځې وړاندې د روسیې ولسمشر د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سید عباس عراقچی سره د لیدنې پر مهال، د ایران له خلکو د ملاتړ ډاډ هم ورکړی و.
د سیمې د حالاتو له خرابېدو سره، نړیوال لیدلوری پر دې متمرکز شوی چې د ایران او لوېدیځ ترمنځ د کړکېچ د هواري لپاره یو پراخ دیپلوماتیک چوکاټ رامنځته شي.




















