فارس خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران د سپاه پاسداران اړوند امنیتي ځواکونو ویلي چې د وروستۍ جګړې پر مهال یې له اسراییلو سره د اړیکو په تور ۷۰۰ کسان نیولي دي.
د راپور له مخې، دا کسان د ایران په بېلابېلو ولایتونو لکه کرمانشاه، اصفهان، خوزستان، فارس او لرستان کې نیول شوي دي. چارواکي تور لګوي چې دغه کسان د اسراییلي استخباراتي شبکو لپاره یې د جاسوسۍ هڅې کولې.
که څه هم د نیول شویو کسانو د دقیقو هویتونو، د هغوی د فعالیتونو څرنګوالي، او د عدلي تعقیب په اړه جزئیات نهدي ورکړل شوي، خو ویل شوي چې د دوی د نیولو لړۍ د روانې شخړې پر مهال چټکه شوې ده.
په تهران کې بیا د نیول شویو کسانو په اړه کره شمېرې نه دي خپرې شوي، خو د امنیتي سرچینو په وینا، پلټنې لا هم روانې دي او ښايي د نورو کسانو د نیولو احتمال هم موجود وي.
د یادونې وړ ده چې ایران او اسراییل ترمنځ تازه جګړه ۱۲ ورځې روانه وه، چې د سیمې پر امنیتي وضعیت ژور اغېز کړی دی.
























