د سي ان ان ټلوېزیون د راپور له مخې، ټاکل شوې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ددغه هېواد له لوړپوړو امنیتي سلاکارانو سره وګوري ترڅو د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې په هغه پلان غور وکړي چې له مخې یې ښایي د امریکا ترټولو اوږده جګړه پای ته ورسیږي.
سي ان ان د ځینو سرچینو له قوله ویلي چې، ټاکل شوې ولسمشر ټرمپ نن جمعه ددغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو، امنیتي سلاکار جان بولتن، دفاع وزیر مارک اسپر او د امریکا د اردو لوی درستیز جوزف ډانفورډ سره وګوري.
له یادې جوړېدونکي ناستې څخه دوو باخبره سرچینو سي ان ان ټلوېزیون ته ویلي د ولسمشر ټرمپ او یادو لوړ پوړو امریکايي چارواکو د لیدنې موخه به افغان سولې او د هغو هڅو په اړه خبرې وي چې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د امریکا ترټولو د اوږدې جګړې د پای ته رسولو لپاره پیل کړې دي.
سي این این د راپور په حواله د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه له مخې به په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېر له ۱۵ زرو څخه ۸ او یا ۹ زرو ته راټیټ شي.
دا په داسې حال کې دي چې په تېرو څو میاشتو کې د زلمي خلیلزاد او طالب استازو ترمنځ د قطر په مرکز دوحه کې آته ځلې خبرې وشوې چې، د خبرو وروستي پړاو د روانې اګست میاشتې پر ۱۲ مه پای ته ورسېد.
په ورته مهال په افغانستان کې د پرېکنده ملاتړ ماموریت قومندان سکاټ میلر وایي چې تر اوسه په افغانستان کې د امریکا او ناټو پوځي ماموریت کې هیڅ بدلون نه دی راغلی او په خبره یې دغه ځواکونه د افغانستان امنیتي ځواکونو سره د نږدې همکارۍ ترڅنګ د وسله والو طالبانو په وړاندې خپلو بریدونو ته دوام ورکوي.