د اوکراین پلازمېنه کیف د روسیې د بېپېلوټه الوتکو (ډرونونو) او توغندیزو بریدونو هدف ګرځېدلې ده، چې له امله یې لږ تر لږه ۱۰ تنه وژل شوي او ۳۴ نور ټپیان شوي دي. د ټپیانو په ډله کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د اوکراین د بېړنیو حالاتو ادارې ویلي، دغه بریدونه پر استوګنیزو ودانیو شوي، چې له امله یې ودانیو ته اور هم ورغلی او درانه مالي زیانونه یې اړولي دي.
د اوکراین د هوايي ځواک په وینا، له روسیې څخه د توغول شويو ۳۵۲ بېپېلوټه الوتکو او ۱۶ توغندیو څخه ۳۳۹ ډرونونه او ۱۵ توغندي شنډ شوي دي.
روسیې تر اوسه په دې اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی، خو دا تازه بریدونه د دواړو هېوادونو ترمنځ د جګړې شدت ته اشاره کوي.














