د پاکستان لومړي وزیر محمد شهباز شریف د ایران له ولسمشر مسعود پزشکيان سره ټلیفوني خبرې کړې دي.شهباز شریف د امریکا وروستي بریدونه وغندل او دا یې د اسراییلو لهخوا د تېرو اتو ورځو بېدلیله یرغل دوام وباله. نوموړي له ایران، د ایران له ولس او حکومت سره خپله ژوره خواخوږي وښوده .هغه وویل، امریکايي بریدونه هغو تاسیساتو ته شوي چې د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې (IAEA) تر څار لاندې وو، او دا کار د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده. شهباز شریف د ملګرو ملتونو د منشور د ۵۱مې مادې له مخې، د ایران د ځانساتنې حق هم تایید کړ، خو یې ټینګار وکړ چې د شخړې یوازینۍ حللاره خبرې او ډیپلوماسي ده.




























