د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران د حکومت د بدلون پر مفکورې سیاسي حساسیتونه رد کړي. هغه پر “ټروټ” خواله رسنۍ لیکلي: «د رژیم د بدلون اصطلاح ممکن له سیاسي پلوه مناسبه نه وي، خو که اوسنی حکومت ونه شي کولای ایران ته بېرته عظمت ورکړي، نو ولې باید بدل نه شي؟»
ټرمپ د خپل مشهور شعار “امریکا ته دې عظمت راوستل شي” په سبک لیکلي: «ایران ته دې بېرته عظمت راوستل شي.»
دا څرګندونې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو له وروستي دریځ سره په ټکر کې دي. روبیو ویلي، چې د ایران د اسلامي جمهوریت بدلون د واشنګتن هدف نه دی او امریکا له ایران سره د جګړې نیت نه لري.
هغه زیاته کړې: «موږ لا هم له ایران سره د خبرو اترو وړاندیز پر مېز لرو.»
له دې مخکې د ولسمشر مرستیال جي ډي ونس هم ویلي وو، چې امریکا د رژیم د بدلون لپاره هېڅ ډول طرحه نه لري.
په ورته وخت کې، د ایران د اپوزیسیون ځینې برخې هیله لري چې دغه فشارونه د حکومت د سقوط لامل شي، خو لوېدیځو هېوادونو خبرداری ورکړی چې دا مفکوره خطرناکه ده او د سیمې ثبات ته زیان رسوي.





















