د ایران پر فردو اټومي بټۍ د امریکا د برید په تړاو، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې دغه تاسیسات په بشپړه توګه نه دي لهمنځه تللي، بلکې «زیانمن» شوي دي.
ټرمپ دغه څرګندونې د هغو تازه سپوږمکۍ انځورونو په اړه کړي، چې له برید وروسته اخیستل شوي دي.
دا انځورونه او د اټومي انرژۍ د نړیوال سازمان راپورونه ښيي چې د فردو اټومي بټۍ لا هم شته، او دا له هغې ادعا سره په ټکر کې ده چې ټرمپ وړاندې کړې وه، چې ګواکي دغه تاسیسات په بشپړه توګه لهمنځه وړل شوي دي.




















