پر ایران د امریکا برید ته د غبرګونونو په دوام کې، د هند لومړي وزیر نریندرا مودي ویلي چې د ایران له ولسمشر مسعود پزشکيان سره یې د روان وضعیت په اړه ټیلیفوني خبرې کړې دي.
مودي په خپل اکس پاڼه کې لیکلي، دي چې د ایران، اسراییل او امریکا ترمنځ د تاوتریخوالو زیاتېدونکي وضعیت په اړه اندېښنه لري.
نوموړي زیاته کړې:”موږ د سیمې د ثبات او سولې لپاره د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ ملاتړ کوو، نه د زور او تاوتریخوالي.”
د هند صدراعظم ټینګار کړی چې ښکېلې خواوې باید د اختلافاتو حل ته له سولهییزو لارو کار واخلي او د لا پراخې شخړې مخه ونیسي.
هند، چې د ایران له مهمو سوداګریزو او سیاسي شریکانو څخه ګڼل کېږي، تل په سیمه کې د ثبات ټینګښت ته د خبرو او متوازن دریځ ملاتړ کړی دی.
























