سي بي اېس نیوز د باوري سرچینو په حواله خبر ورکړی چې د امریکا متحده ایالاتو له خوا ایران ته یو پیغام استول شوی، چې پکې ټینګار شوی بریدونه یوازې د ایران د اسلامي جمهوریت پر اټومي پروګرام تمرکز لري، او دا چې واشنګټن د نظام د بدلون هڅه نه کوي.
دا پیغام وروسته له هغې استول شوی چې د امریکا پوځ تیره شپه پر هغو اهدافو بریدونه وکړل چې ادعا کیږي د ایران له اټومي فعالیتونو سره تړاو لري. د راپور له مخې، دغه پیغام د دیپلوماتیکو چینلونو له لارې استول شوی او موخه یې د کړکېچ کمول بلل شوی.
سرچینې، چې نومونه یې نه دي افشا شوي، سي بي اېس ته ویلي دي چې واشنګټن هڅه کوي ایران ته دا واضحه کړي چې دا بریدونه محدود هدف لري او د یوه پراخ سیاسي یا نظامي کمپاین برخه نه دي.
د ایران حکومت تر اوسه په رسمي ډول د امریکا ددې پیغام په اړه څه نه دي ویلي، خو سیمهییز تحلیلګر دا د کړکېچ د لا پراخېدو د مخنیوي هڅه بولي.
دا په داسې حال کې ده چې نړیوالې اندېښنې د ایران د اټومي پروګرام په اړه زیاتې شوي، او له تېرو میاشتو راهیسې د دواړو هېوادونو ترمنځ تاوتریخوالی ډېر شوی دی.























