د ایران دولتي رسنیو تأیید کړې چې د دغه هېواد درې مهم اټومي تأسیسات – اصفهان، نطنز او فردو – د امریکا د هوايي بریدونو لاندې راغلي، خو وايي چې له برید وړاندې له دغو مرکزونو څخه ټول حساس توکي انتقال شوي وو.
د دولتي خپرونې ای ار ای بي په حواله، چارواکو له مخکې د برید احتمالي خطر احساس کړی و او له همدې امله غني کړل شوې یورانیم زېرمې او اړوند تخنیکي وسایل خوندي سیمو ته لېږدول شوي وو.
ایراني رسنیو ادعا کړې چې دا اقدام د ایران د ستراتېژیکو محاسباتو برخه وه، او د بریدونو د زیان حد اقل ته راکمولو کې یې رول لوبولی. دوی ټینګار کوي چې دا بریدونه به د ایران اټومي پروګرام ته “ستر تاوان” و نه رسوي.
دا خبر داسې مهال خپرېږي چې د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دغو بریدونو مسؤلیت منلی او ایران ته یې خبرداری ورکړی چې «که سمدستي و نه درېږي، بیا به پرې برید وشي.»
له بل لوري، د ایران دولتي رسنۍ ټرمپ ته په غبرګون کې ویلي: «جګړه اوس پیل شوې ده»، او د ملګرو ملتونو سرمنشي، د کولمبیا ولسمشر او ګڼو نورو نړیوالو چارواکو د وضعیت له خرابېدو ژوره اندېښنه ښودلې ده.


























