تهران – د ایران د نګهبان شورا په یوه تازه اعلامیه کې خبرداری ورکړی، چې که امریکا یا متحدین یې پر ایران هر ډول تعرض وکړي، نو غبرګون به یې خورا سخت، پراخ او ویجاړوونکی وي.
تسنیم خبري اژانس د دې اعلامیې له مخې لیکلي، چې ایران به د “هیڅ ډول یرغل” پر وړاندې چوپ پاتې نه شي. اعلامیه زیاتوي:
«که امریکا یا متحدان یې پر ایران تعرض وکړي، داسې توپان به راپورته شي چې نه یوازې عاملان، بلکې ملاتړي به یې هم د فنا کندې ته وغورځوي.»
په اعلامیه کې د امریکا ولسمشر ته «احمق» خطاب شوی او ویلي شوي، چې هغه د سیمې د واقعیتونو له درک عاجز دی.
دا څرګندونې پر داسې مهال کېږي، چې د ایران او اسراییلو ترمنځ پوځي شخړه ورځ تر بلې پراخېږي، او امریکا د اسراییل کلک ملاتړ اعلان کړی. ایران له تېرو ورځو راهیسې پر اسراییل بالستیک توغندي توغولي، او د دغې شخړې لمن د سیمې نورو هېوادونو ته د غځېدو اندېښنې هم زیاتې کړي دي.



























