د اسیا بنسټ یوه تازه نظر پوښتنه ښيي چې راتلونکي ته د افغانانو خوشبیني د تیر په پرتله زیاته شوې ده.
د دغې نظرپوښتنې پر اساس په ۲۰۱۹ کال کې د افغانستان د خلکو خوشبیني ۳۶ سلنې ته رسیدلې، داسې حال کې چې دا کچه تیر کال ۳۲ سلنه وه.
خو باید وویل شي چې دغه نظر پوښتنه د ټاکنو له ترسره کیدو او بحراني کیدو نه وړاندې شوې ده.
د دغې خوشبینې د زیاتیدو یوه لوی علت د سولې خبرو او جګړو ختمیدو ته د خلکو هیله مندي بلل شوې ده.
خو په عین حال کې ۵۸ سلنه افغانان بیا د نا امنیو او بد اقتصادي وضعې له امله راتلونکي ته خوشبینه نه دي او وایي چې افغانستان پر سم لوری نه دی روان.
دوی وایي، نا امني زیاته شوې، د خلکو اقتصادي وضوع خرابه ده او حکومتي بنسټونو کې فساد هم خپل اخرینی حد ته رسیدلی دی.
دا په افغانستان کې د اسیا بنسټ پنځلمه نظرپوښتنه ده، چې نن د افغان او بهرنیو هیوادونو د استازو په حضور کې وړاندې شوه.
د دغې نظرپوښتنې یوه بله برخه د افغانستان د اساسي قانون او دیموکراسۍ په اړه شوې ده.
څه باندې ۶۰ سلنه خلکو ویلي چې باید اساسي قانون او د ښاروندۍ حقونه د سولې خبرو کې قرباني نشي.
هغه څه چې تیرو اتلسو کلونو کې سلګونه زره ککرۍ پر خاورې شوې.