د امریکا دفاع وزیر، مارک سپير ویلي له افغانستانه د ځواکونو بشپړ ایستل او کمول، طالبانو سره سولې تړون پورې تړاو نه لري.
مارک سپیر ویلي کیدای شي چې طالبانو سره له تړون پرته هم، د ځواکونو شمیر کم شي.
ښاغلي سپير رویټرز سره په خبرو کې ویلي چې د امریکا ولسمشر کلونه کیږي چې د ځواکونو کمولو باندې بحث کوي او په دې تړاو کافي بحث شوی دی.
دا په داسې حال کې دي چې امریکايي ځواکونو له دې وړاندې په کراتو ویلي چې د امریکایي ځواکونو ایستل طالبانو سره د کیدونکي تړون د عملي کیدو څرنګوالي پورې اړه لري.