د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي ولسمشرۍ ماڼۍ د یوه حکم پر اساس د غیر دولتي بنسټونو یا خصوصي سکټورونو کار کوونکي د تقاعد مقرره نافذه کړې ده.
د دغه وزارت په اعلامیه کې چې نن دوشنبې خپره شوې ویل شوي چې دا مقرره په افغانستان کې د غیر دولتي بنسټونو کار د کوونکو حقوقو په تړاو لومړنی نقنیني سند دی.
دا سند په درې څپرکو او ۲۲ مادو کې تدوین شوی دی.
د دغې مقررې پر اساس ټول غیر دولتي بنسټونه د کار کوونکي د هر کال کار په بدل کې د یوې میاشتې معاش ورکولو باندې مکلف دي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي دوی له کلونو راهیسې د دغې مقررې نافذ کولو په هڅه کې وي چې په پایله کې د ټولو مراحلو په بشپړولو سره په دې کار بریالي شول.
که څه هم دا کار د غیر دولتي بنسټونو کار کوونکو حقونو خوندیتوب لپاره ښه ګام بلل شوی، خو معلومه به شي چې دغه مقرره به په یادو بنسټونو کې پلی شي که نه.