وسله والو کسانو نن دوشنبې کابل کې د امنیتي ځواکونو پر یوه موټر وسله وال برید وشو.
د کورنیو چارو وزارت ویاند، نصرت رحیمي ویلي دا برید د کابل نهمې امنیتي حوزې اړونده پُل چرخي سیمه کې شوی، چې په نتیجه کې یې دوه تنه وژل شوي دي.
برید د څو تنو وسله والو له لوري شوی او برید کوونکي له سیمې تښتیدلي دي.
په دې پيښه کې درې نور کسان ژوبل شوي دي.
د برید مسوولیت چا نه دی منلی.