د هلمند مارجې ولسوالۍ کې د سرحدي ځواکونو د یو قومندان پر موټر د سړک غاړې ماین چاودنه کړې ده.
چارواکو ویلي چې هلمند کې د سرحدي ځواکونو قومندان ظاهرګل مقبل د سړک غاړې ماین چاودنه کي وژل شوی دی.
په دې پيښه کې د یو سیمه ییز خبریال په ګډون یو شمېر سرتیري ټپيان شوي دي.
هلمند د هیواد په سویل کې یو نا امنه ولایت دی.