د ولسمشر د دوهم مرستیال سرور دانش له دفتر د هغې خپرې شوې اعلامیې په متن کې سمون راغلی چې نوموړي پکې ویلي و چې، له طالبانو سره له ټاکنو وروسته له سره خبرې پیلیږي او په خبره یې تراوسه له طالبانو سره د افغان دولت پورې اړوند مساییلو په اړه سره خبرې نه دي شوې.
پرون سه شنبه د ښاغلي سرور دانش له دفتر څخه په یو خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي و چې، د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې پای ته ورسېدې، خو د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې به د تلې د شپږمې د ولسمشریزو ټاکنو له سره پیل شي، خو وروسته نن شبنه د یادې اعلامیې په متن کې بدلون راغلی او یاد ټکی ترې لیرې شوی دی.
همدارنګه لدې وړاندې په اعلامیه کې دا هم ویل شوي و چې، د امریکا او طالبانو ترمنځ په خبرو کې یوازې د دغو دوو خواو ترمنځ پر اړوند مساییلو خبرې شوې دي او زیاتوي چې د هېواد د سیاسي نظام، اساسي قانوني او په افغان دولت پورې د اړوند مساییلو په اړه تراوسه له طالبانو سره خبرې نه دي شوې او په خبره یې او د افغانستان دولت په دې برخه کې د خبرو یو طرف دی، خو اوس په اعلامیه کې دا ټکی هم نه ترسترګو کیږي.
د سرور دانش څرګندونې داسې مهال مخې ته راځي چې، د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو آتم پړاو پای ته ورسېد او له دې وروسته به دواړه لوري له خپل مشرتابه سره سلا مشورې کوي.