د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د طالب او امریکایي بندیانو تبادله کې د ولسمشر له ونډې مننه کړې.
ټرمپ تېره شپه په یوه ټویټ کې ویلي چې کابل کې د امریکایي پوهنتون د دوو استادانو د خلاصون خوښي د هغوی له کورنیو سره یو ځای لمانځي.
ده همداشان هیله ښودلې چې دا ګام افغانستان کې د اوربند رامنځته کیدو ته لاره هواره کړي.
هغه لیکلي “موږ د کېون کېنګ او ټېموتي ویکس د ازادېدو په خوشالۍ کې د هغوی له کورنیو سره شریک یو. د ولسمشر غني د ډاډه مرستې مننه کوو. هیله لرو چې دا ګام به د سولې په برخه کې نورو مثبتونو خبرو ته لار هواره کړي، لکه داسې یو اوربند چې د دې اوږدې جګړې په ختمولو کې به مرسته وکړي”.
د انس حقاني په ګډون درې تنه طالب بندیان چې له بګرام زندانه خوشي شول، اوس قطر کې دي.
د امریکایي پوهنتون د خوشي شویو استادانو په اړه هم ویل کېږي چې له خپلو کورنیو سره یو ځای شوي دي.
د افغانستان له زندانونو د طالب بندیانو خوشې کیدو نه وروسته تمه وه چې طالبان تاوتریخوالی کم کړي او حکومت سره مخامخ خبرې پيل کړي.
د افغانستان حکومت هم ویلي و دغه زندانیان په همدې شرط خوشې کوي.
خو طالبانو پرون اعلان وکړ چې د زندانیانو تبادله یې کې د افغانستان حکومت سره هیڅ ډول معامله نه ده کړې.