د افغانستان لومړۍ میرمن، رولا غني ویلي ممکن طالبان د افغانستان امریکايي پوهنتون دوه تنه برمته کړي استادان ازاد نه کړي.
میرمن رولا غني په واشنګټن کې د امریکا د سولې په انستیتوت کې د خبرو پرمهالویلي چې د انس حقاني په ګډون د دوو طالبانو خوشې کول د سولې د مذاکراتو برخه وه، خو د سولې لومړي پړاو مذاکرات بریالي نه و.
نوموړېویلي حکومت غواړي چې طالبان په افغانستان کې په ارامۍ ژوند وکړي، خو خلک نه غواړي چې طالباني افکار پرې تحمیل شي.
اغلې غنی د تبادلې دا موضوع ډيره پيچلې بللې ده.
طالبانو ویلي دا کار ځکه نه دی شوی چې امریکا له وړاندې چمتوي شوي پلان باندې عمل نه دی کړی.
د افغانستان حکومت ویلي و د طالبانو دغه لوړپوړي چارواکی سولې ته د رسیدو په موخه له نړیوالو همکارانو سره په همغږۍ خوشې کوي، خو اوس چې دا موضوع له ابهام سره مخ شوې ده، په اړه یې څه نه وایي.