ولسمشر غني د انس حقاني په ګډون د دریو لوړ پوړ طالب چارواکو د خوشې کیدو خبر تایید کړ.
ښاغلي غني نن سه شنبه یوې خبري ناسته کې د خبرو پرمهال وویل انس حقاني او د حقاني شبکې دوه نور لوړپوړي چارواکي د افغانستان امریکایي پوهنتون د دوی استادانو د خوشې کیدو او افغان حکومت سره د مخامخ خبرو په شرط خوشې کیږي.
غني وویل دا کار سولې ته رسیدو لپاره یو ګام دی او د دې مانا نه لري چې په دې سره به د طالبان لیکي پياوړي شي یا د دوی بریدونه زیات شي.
هغه وویل همدا اوس یوولس زره طالب جنګیالي د افغان حکومت په زندانونو کې دي.
ولسمشر په دې هم ویاړ وکړ چې هیواد کې د قانون د پلي کولو ظرفیت زیات شوی دی.
دا په داسې حال کې دي چې د حقاني شبکې د بندي غړي انس حقاني باندې د اعدام حکم شوی و.
طالبانو د خپلو دغو مشرانو د خوشې کیدو هرکلی کړی دی.
د انس حقاني ترڅنګ مالي خان او حافظ عبدالرشید هغه کسان دي چې د امریکایي پوهنتون د استادانو په بدل کې به خوشې کیږی.
ولسمشر وویل دا پریکړه یې له بهرنیو شریکانو سره تر سلا مشورې وروسته کړې ده، خو داسې رپوټونه هم خپاره شوي چې دغه بندیان پرون ماښام ازاد شوي دي.
د دغو بندیانو د تبادلې هوکړه څه وړاندې د امریکايي او طالب چارواکو ترمنځ شوې وه.
د یادولو وړ ده چې له دې وړاندې هم یو شمیر لوړپوړي طالب چارواکي د څو تنو هندي بندیانو په بدل کې د افغانستان له زندانونو خوشې شول.
د افغانستان حکومت له دې وړاندې د انس حقاني خوشې کیدل د خپل ځان لپاره سره کرښه بللې وه.