ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند، ګلبدین حکمتیار د ټاکنو کمیسیون پر وروستیو پریکړو توندې نیوکې وکړې.
ښاغلي حکمتیار چې دوشنبه یې کابل کې یوې غونډې ته خبرې کولې وویل د ټاکنو کمیسیون باید ټولې پریکړې د نوماندانو له هوکړې وروسته وکړي.
دا غبرګونه له هغه وروسته کیږي چې د ټاکنو کمیسیون په یو شمیر ولایتونو کې د ځینو محلونو د رایو بیا شمیرنې بهیر پيل کړی دی.
ګلبدین حکمتیار وایي د ټاکنو ټول نوماندان، د کمییسیون د دې کار سره مخالف دي، خو یواځې هغه ټیم چې پراخې درغلۍ یې کړي دی، د کمیسیون ملاتړ کوي.
ښاغلي حکمتیار وویل بیا شمیرنه باید ټولو نوماندانو په توافق او د دوی د ناظرانو په حضور کې وشي.
د هغه په وینا د کمیسیون دا کار د ولس د تیر ایستنې هڅه ده، که بیا شمیرنه کیږی باید د ټولو صندوقونو رایې وشمیرل شي.
ده زیاته کړه د شاوخوا ۸۰۰۰ محلونو بیا شمیرلو سره موافق نه دي، دې کار سره یواځې یو ټیم موافق دی کوم چې په سلو کې اتیا رایې یې تقلبي دي.
د ده په وینا د هغو محلونو د رایو بیا شمیرل چې بایومټریک اړوند معلومات یې ورک شوي، عقلي او قانوني مشروعیت نه لري او باید چې دغو محلونو کې له سره ټاکنې وشي.
هغه وویل: “۲۴۳۲محلونه چې اړوند بایومټریک تجهیزات یې غلا کړل شوي دي، بیا شمیرنه یې ستونزه نه حل کوي، ځکه چې د بایومټریک او غیر بایومټری رایو توپير یي نشي کیدالی، د دغو محلونو رایو بیا شمیرل هیڅ عقلي او قانوني مشروعیت نه لري. نن موږ له یو بل انتخاباتي بحران سره مخ یو، کمیسیون د پایلو اعلان کې ناتوانه دی او هیڅ کاندید هم چمتو نه دی چې دا اعلان ومني.”
حکمتیار وویل د درملوک کمپنۍ ته ۲۷میلیونه ډالر ورکړل شوي، داسې حال کې چې دا کار د لسو میلیونو ډالرو په لګښت ترسره کیدای شو، دا ددې لپاره و چې یو ټیم ته درغلي وکړي.
د ده په باور ټولو درغلیو کې سیمه ییز چارواکي او د کمیسیون مامورین لاس لري.
هغه زیاته کړه چې ۴۴سلنه رایې تقلبي رایې دي، دا درغلي هم هغه ټیم کړی چې له پيل نه یې د بایومټریک ماشین سره مخالفت کاوه.
په پای کې ده یو ځل بیا د لنډمهالې ادارې پر جوړولو ټینګار وکړ.
حکمتیار وویل دا ټاکنې ګټونکی نه لري او دویم پړاو هم شرایطو ته په کتو سره نشی ترسره کیدای، نو غوره داده چې په راتلونکي کال کې د لنډمهاله حکومت په مشرۍ له سره ټاکنې وشي.