الیس پېري د اسټرالیا د لوبو په تاریخ کې هغه لوبغاړې ده چې خپل هیواد لپاره یې د کریکټ او فوټبال دواړو کې ویاړونه ګټلي دي.
الیس ویلس په ۱۹۹۰ کال کې په سډني کې زیږیدلې او د اسټرالیا هغه لوبغاړې ده چې د ټولو ښځینه او نارینه لوبغاړو په پرتله یې په ډیره ځوانۍ کې لوبې پيل کړي دي.
الیس پېري پيری د ۲۰۰۷ کال په جولای کې په شپاړس کلنۍ کې د نیوزیلنډ پر وړاندې د یو ورځنیو لوبو (ډبیټ) وکړ او له هغه یوه اونۍ وروسته یې فوټبال ښځینه لوبډله کې د لوبې چانس ترلاسه کړه.
په ۲۰۰۸ کال کې یې د انګلینډ پر وړاندې خپله لومړنۍ ټيسټ او شل اوریزه لوبه وکړه.
هغې په ۲۰۱۶ کال کې د کال ویزډن کریکټر جایزه او همداشان د (الان بارډر) د کال د غوره لوبغاړې مډال وګاټه.
پېري په سیډني کې د انګلینډ پر وړاندې په ټیسټ لوبه کې ۲۱۳ منډې وکړې او په دې توګه د استرالیا ښځو کې تر ټولو زیاتو منډو جوړونکې په توګه ثبت شو.
پيری په ۲۰۱۳ کال کې د ښځو نړیوال جام وګاټه، کوم ټورنکمنټ کې چې یې ۸ ویکټې واخیستې او ۳۹ منډې یې وکړې.
دغه اسټرالیاوۍ ستوري په ۲۰۱۵کال کې د اسټرالیا د رګبي له مخکښ لوبغاړي (مټ ټومه) سره د ګډ ژوند سفر پيل کړ.
دغې ۲۹ کلنې ځوانې لوبغاړې د اسټرالیا د فوټبال په لوبډله کې په دفاع کې لوبه کوله او په کریکټ کې د (الراونډر) په توګه لوبه کوي.
تر اوسه یې خپل هیواد لپاره په ۸ ټیسټ لوبو کې ۳۱ ویکټې اخیستي او د ۷۸ په اورج سره یې ۶۲۴ منډې کړي او زیاتې منډې یې هم ۲۱۳ دي.
په یو ورځنیو لوبو کې یې ۱۱۲ لوبې کړي، ۳۰۲۲ منډې کړي او ۱۵۲ ویکټې یې اخیستي دي.
همداشان یې په شل اوریزو لوبو کې په ۱۱۱ لوبو کې ۱۱۰۱ منډې کړي او ۱۰۶ ویکټې یې اخیستي دي.