د اسټرالیا د ۲۰۲۰ کال د شل اوریزو لوبو د لوبیدونکو لوبډلو نومونه په ډاګه شول.
اسټرالیا، هندوستان، سویلي افریقا، افغانستان، ویسټ انډیز، سریلنکا، بنګله دیش، پاکستان، انګلینډ، نیوزیلنډ، عمان، سکاټلنډ، ایرلنډ، نمیبیا، هالنډ او پي ان جي به د ۲۰۲۰ کال په اکټوبر کې د نړیوال جام لوبې پيلوي.
وروستۍ دوې لوبډلې یې سکاټلنډاو عمان و چې دغو سیالیو ته یې لاره پیدا کړه. تر دوی مخکې ایرلند، هالند، نمیبیا او پي ان جي دغه جام ته د غوراوي سیالیو له لارې لاره موندلې وه.
د غوراوي سیالۍ اماراتو کې وې او یو افغان لوبڅار احمد شاه پکتین هم په کې لوبڅار او ریفري و.
لومړني شپږ ټیمونه هالنډ، سکاټلنډ، ایرلنډ، پي ان جي، عمان او نمیبیا به د نړیوال جام سیالیو په لومړي پړاو کې په دوو ګروپونو کې د سریلنکا او بنګله دېش سره سیالۍ کوي او د هر ګروپ د سر دوې لوبډلې به د جام دویم پړاو ته ځي او څلور نورې لوبډلې به بېرته کورونو ته ستنیږي.
په دویم پړاو کې به د افغانستان په ګډون ١٢ ټيمونه له یو او بل سره سیالي کوي.
په اصل کې د همدغو ١٢ ټيمونو ترمنځ د نړیوال جام رښتینې سیالۍ کیږي.
د دویمې درجې او ان دریمې درجې لوبډلو ته د دې لپاره د پرمختګ او په لمړي پړاو کې د لوبېدو موکه ورکول کیږي چې په هېوادونو کې یې کریکټ لا وده وکړي.
شل اوریز نړیوال جام د بل کال په اکتوبر کې په استرالیا کې کیږي.
افغانستان د شل اوریزو لوبو په نړیوالې درجه بندۍ کې اتم مقام درلود او اتومات نړیوال جام ته وتلی و.
سریلنکا او بنګله دېش نهم او لسم وو چې اوس باید له دغو شپږو نورو هېوادونو سره یوځای بخت وازمايي او له لمړي پړاو څخه دویم پړاو ته ځانونه وباسي