ټاکل شوې ده د چې کریکټ په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د کریکټ یو نوی فارمټ پيل شي.
بریټانیا او ویلس د دې لوبې اصلي مخکښان دي چې د دوی په کوربه توب به ترسره کیږي.
د دې سیالیو لومړنۍ تجربه د ۲۰۲۰ کال په بهیر کې کیږي او ټول چمتووالی ورته نیول شوی دی.
دې سیالیو ته د هر ټیم لپاره کالي، لوبغاړي، د لوبډلې نوم، ملاتړ کوونکي او نور برابر شوي دي.
پرته له دې چې دغه فارمټ کې به د لوبې هره غاړه ۱۰۰ توپونه لوبوي، له تیرو فارمټونو سره ځيني نور توپیرونه هم لري چې انګلستان او ویلس پرې هوکړې ته رسیدلي دي.
د یادولو وړ ده چې دا لوبې نړیوالې نه دي، بلکې د کورني او سوداګریز کرکټ په ډول ترسره کیږي.
له نورو سره څه توپیر لري؟
۱ – د توپ اچونې اړخونه له هرو ۱۰ توپونو وروسته بدلیږي، دنورو په خلاف چې هرو ۶ توپونو وروسته به بدلیږي.
۲ – هر توپ اچونکی کولی شي له ۵ تر ۱۰ پورې پرلپسې توپونه واچوي؛ توپونه د اورونو په قید کې نه دي راوستل شوي.
۳ – هر توپ اچوونکی کولی شي په لوبه کې تر ۲۰ پورې توپونه واچوي؛ له دې زیات توپونه نشی لوبولی.
۴ – د توپ اچونکې غاړه کولی شي چې تر ۲.۵ دقیقو پورې (سټراټیجیک ټایم اوټ) واخلي.
۵ – د هرې توپ وهونکې لوبډلې لپاره ۲۵ توپونه پاور پلې په پام کې نیول شوي دي.
۶ – د پاور پلې په موده کې یواځې دوه لوبغاړي کولی شي له دایرې بهر ودریږي.
د کریکټ دا لیګ له اتو ټیمونو جوړ شوی چې د ۱۵ کسانو نارینه او ښځینه خواوې پکې شاملې دي. یعنی هره لوبډله بیل بیل نارینه او ښځینه لوبغاړي لري.
ټولې لوبډلې یواځې یو ځل له یو بل سره مخ کیږي او د سر درې ټيمونه به په وروستۍ ورځ له مخامخ کیدو وروسته یوه لوبډله پایلوبې ته ځي.
ټیمونه
برمینګم فوینکس (Birmingham Phoenix)
لنډن سپیریټ (London Spirit)
منچسټر اورجنلز (Manchester Originals)
سوپر ناردرنز چارجرز (Northern Superchargers)
اوول انوینسبل (Oval Invincibles)
سودرن براو (Southern Brave)
ټرینټ راکټس (Trent Rockets)
ویلش فایر (Welsh Fire)
د لوبغاړو اخیستو مراسمو کې چې پرون د اکټوبر په شلمه ترسره شول، له افغانستانه څلور لوبغاړي محمد نبي، راشد خان، مجیب الرحمان او قیس احمد هغه لوبغاړي دي چې دې سیالیو لپاره اخیستل شوي دي.
راشید خان ۱۲۵۰۰۰ پونډ
مجیب الرحمن ۱۲۵۰۰۰ پونډ
محمد نبي په ۱۰۰۰۰۰ پونډ
قیس احمد په ۶۰۰۰۰ پونډ
ټاکل شوې ده دا لوبې د ۲۰۲۰ کال د جولای له ۱۷ د اګسټ تر ۱۶ دوام وکړي.