پر اسراییل د ایران د نویو بریدونو تر خبرداري وروسته، اسراييلي رسنیو په تلابیب او حیفا ښارونو کې د پرلهپسې څو چاودنو خبر ورکړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د امریکا لهخوا د ایران پر اټومي تاسیساتو د برید په غبرګون کې، تهران د اسراییل پر ضد د توغندیزو بریدونو نوې څپه پیل کړې ده.
د ایران دولتي سرچینو نن سهار ویلي، دا توغندیز بریدونه د هغو اقداماتو یوه برخه ده چې د “دفاعي حق” تر چتر لاندې ترسره شوي.
د راپورونو له مخې، د اسراییل تر کنټرول لاندې “اشغال شویو سیمو” کې د لوړ کچې تیارسي خبرداري صادر شوي او ممکن د ملکي خلکو د خوندیتوب لپاره بېړني اقدامات وشي.
دا بریدونه په داسې حال کې ترسره کېږي چې د ایران او لوېدیځ ترمنځ اټومي کړکېچونه یو ځل بیا د نړیوالو اندېښنو مرکز ګرځېدلي دي.






























