د افغانستان بهرنيو چارو وزير، مولوي امير خان متقي، د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنيو چارو وزيرانو د ۵۱مې غونډې د ګډون لپاره استانبول ته رسېدلی او نن يې په ياده غونډه کې ګډون وکړ.
ټاکل شوې چې ښاغلی متقي به د غونډې په رسمي ناسته کې وينا وکړي او همداراز د غونډې په څنډه کې به له ګڼو هېوادونو د بهرنيو چارو له وزيرانو سره جلا جلا لیدنې وکړي. تمه کېږي چې په دغو ليدنو کې به پر دوهاړخيزو اړيکو، سيمهييزو موضوعاتو او د متقابلې همکارۍ پر پراخېدو خبرې وشي.
د اسلامي همکاریو سازمان غونډه د اسلامي هېوادونو ترمنځ د سياسي، اقتصادي او ټولنيزې همغږۍ لپاره مهم فرصت بلل کېږي.



















