د افغانستان د ولسي جرګې غړو د ننګرهار د هسکې مینې وسوالۍ جومات کې د تیرې ورځې د برید پر وړاندې سخت غبرګون وښود.
د جرګې استازو د شبنې د ورځې غونډه بیړنۍ یاده کړه.
دې غونډه کې د ننګرهار د پيښې غندنې ترڅنګ یوه اعلامیه هم خپره شوه.
په اعلامیه کې د پيښې عاملین اسلام ته بې باوره او جنایت کار وبلل شول.
ولسي جرګې په اعلامیه کې همداشان له حکومت غوښتنه وشوه، چې د پيښې عاملین ونیسي، د ټپیانو درمنله وشی، وران شوی جومات بیا ورغوي او زیانمنو کسانو ته بیړنۍ مرستې ورسوي.
د ننګرهار استازو ته سپارښتنه وشوه چې د دوی د یادو غوښتنو د تطبیق څارنه وکړي.
د جرګې مشر، میر رحمان رحماني د پيښې غندنې ترڅنګ پر افغان او بهرنیو ځواکونو غږ وکړ چې د ترهګرۍ پر وړاندې یو موټی شي او د دوی پر وړاندې عملیات زیات کړي.
همداشان ټاکل شوې ده چې د ولسي جرګې د لومړي منشي په مشرۍ یو پلاوی ننګرهار ولایت ته واستول شي، ترڅو د پيښې په اړه راپور چمتو کړي.
د جرګی غړی رمضان بشردوست بیا له ټولو زیات د ولسي جرګې ناسوبو وکیلانو ته ګوته ونیوه او دوی یې د هیواد پر وړاندې بې پروا وبلل.
د ننګرهار هسکې مینې ولسوالۍ جومات کې د تیرې ورځې چاودنې له امله ۶۲ تنه ووژل شول او نږدې ۴۰ نور ټپیان شول.