د ننګرهار هسکې مینې ولسوالۍ په جودرې سیمه کې د جمعې د لمانځه پر مهال په یو جومات کې چاودنه شوې ده.
دننګرهار ولایت د والي دفتر په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې د دې چاودنې له امله د جومات چت پرېوتی او له امله یې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل ویلي دې پيښه کې ۶۲ تنه وژل شوي او ۳۶ نور ټپيان دي.
ښاغلي میاخیل ویلي د پېښې ۲۶ ټپيان د جلال اباد حوزوي روغتون ته را لیږدول شوي او لس نور د ولسوالۍ په روغتون کې تر درملنې لاندي دي چې د اکثره ټپیانو روغتیایي حالات د ډاډ وړ دی.
دا برید داسې مهال شوی چې لمونځ کوونکي د جمعې پر لمانځه ولاړ و.