د تلې د شپږمې ولسمشریزو ټاکنو کې د لسګونه بایومټریک ماشینونونو د ورکیدو خبر ورکړی شوی دی.
د ټاکنو د کمیسیون کمیشنر اورنګ زیب وایي په ټوله کې ۱۰۰ د بایومټریک ماشینونه لادرکه شوي دي.
داسې رپوټونه هم شته چې له ځینو ولایتونو نه د محلونو له ونډې زیات بایومټریک ماشینونه د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته راوړل شوي دي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون کې تر اوسه د ۱.۷ میلیونه بایومټریکي رایې د معلوماتو بانک ته داخلې شوي دي.
دا په داسې حال کې دي چې له دې وړاندې د ۲۵۰۰ بایومټریک ماشینونو د قرنطین کیدو خبر ورکړل شوی و، خو اوس ویل کیږي چې له ځينو ولایتونو نه د بایومټریک ماشینونونه له ټاکلې اندازې زیات کمیسیون ته انتقال شوي دي.
خو د کمیسیون غړی مولانا محمد عبدالله وایي دوی کولی شي معلومه کړي چې له کومې سیمې څومره ماشیونه راوړل شوي او څومره باید راوړل شوي وای.
سرچینې وایي د بایومټریک ماشینونونه د معلوماتو مرکزي څانګې ته د معلوماتو د انتقال بهیر پای ته رسیدلی دی.
ټاکل شوې ده سبا د ټاکنو کمیسیون په ډاګه کړي چې ایا د تلې په ۲۷مه نیټه کې د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلانولی شي کنه؟
د تلې شپږمې ټاکنو کې بایومټریک ماشینونو کارول خلک د ټاکنو شفافیت ته زیات خوشبینه کړي دي، خو وبه لیدل شي چې دا کار به ټاکنو له بحرانه وساتلی شی کنه؟