په عراق کې د تاوتریخجنو لاریونونو په پایله کې لسګونه کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي.
رپوټونه وایي چې د لاریون په جریان کې ۶۵ تنه وژل شوي او ۶۰ نور ژوبل شوي دي.
د شعيه ګانو روحاني مشر مقتدا الصدر په پارلمان کې له وکيلانو غوښتنه کړې چې وروستيو پيښو ته په غبرګون کې د پارلمان په غونډو کې ګډون ونه کړي.
عين وخت کې کويټ، قطر او بحرين خپلو وګړو ته توصيه کړي چې عراق ته دې له سفر کولو ډډه وکړي.
دغو هيوادونو له خپلو وګړو غوښتنه کړې چې ژر تر ژره دې له عراقه ووځي.
د عراق لومړي وزير وړمه ورځ ويلي وو چې د لاريون کوونکو مشروع غوشتنې منل کېږي، خو په وينا يې د ستونزو د حل په موخه جادويې حللاره شتون نه لري.
نوموړي له لاريون کوونکو غوښتنه کړې چې لاريونونه پای ته ورسوي،خو لاريون کوونکي حکومت فاسد بولي او د لومړي وزير د استعفا غوښتنه کوي.
لاریونوال اداري او دولتي فساد، د عامه خدمتونو نامناسب والي او د بېکارۍ لوړې کچې غوسه کړي دي.
دوی وايې که يې غوښتني ونه منل شي، دوی به خپلو لاريونونو ته دوام ورکړي.
ملګرو ملتونو او امریکا د لاریونوالو پرضد په تاوتریخوالي اندېښنه ښودلې او د عراق له حکومت یې غوښتي چې له زغم کار واخلي.
د پنجشنبې په ورځ د بښنې نړیوالې ادارې هم له عراق وغوښتل چې سملاسي د امنیتي ځواکونو د تاوتریخوالي مخنیوی وکړي.