کابل کې د امریکا سفیر، جان بس د ولسمشر غني هغه څرګندونې نهیلې کوونکې وبللې، چې د امریکا نړیواله پراختیايي اداره یا (USAID) یې بې کفایته بللې وه.
جان بس په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلی: “موږ له دې امله چې ولسمشر غني د امریکا د نړیوالي پراختیایي ادارې عالي کار او په ټول افغانستان کې د افغانانو د ژوند ښه کولو لپاره زموږ د پایدار مشارکت جزیات له پامه غورځولي نهیلي شوي یو.”
ولسمشر غني دوه ورځې وړاندې رسنیو سره په یوه مرکه کې ویلي و چې د امریکا نړیواله پراختیایي اداره یو بې کفایته مرسته کوونکی بنسټ دی.
غني ویلي و هر یو ډالر چې دغي اداري په افغانستان کې مصرف کړي د افغانستان خلکو ته له لسو سنټو زیات څه نه دي رسیدلي او دغې ادارې په تیرو پنځو کلونو کې د خپلو فعالیتونو په اړه یو راپور هم نه دی ورکړی.
د امریکا سفیر په خپل یوه بل ټویټ کې لیکلي چې د امریکا نړیوالې پراختیایي ادارې د میندو او ماشومانو د ژوند ژغورلو لپاره له ۵۰۰ زیاتې قابلې روزلي داسې حال کې چې افغانستان ماشومان لپاره یو خطرناک هیواد بلل شوی دی.
همدې حال کې د حکومت اجراییه ریاست د ولسمشر د یادو څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې یادې ادارې د افغانستان په بیلابیلو برخو کې زیاتي مرستې کړي او لاهم افغانان ورته اړتیا لري.