د افغانستان د ملي دفاع وزارت وایي، افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په غزني کې د زابل د وروستي ځانمرګي برید د طراح په شمول ۹ وسله وال طالبان نیولي دي.
د ملي دفاع زارت د خبرپاڼې له مخې، کې ګډو افغان ځواکونو په غزني کې د «مبين» تر نامه لاندې پراخ چانیز عملیات پیل کړي چې په ترڅ کې یې د زابل ولایت د وروستي خونړي برید د طراح په شمول ۹ وسله والو طالبانو ژوندي نیولي دي.
د غزني ولایت چارواکي وایي، په دغه ولایت کې د مبین په نوم عملیات د ملي اردو د دريمې لېوا مخکيني قومندان ډګروال عبدالمبين(محبتی) ته چې څو اونۍ مخکې قره باغ ولسوالۍ کې ووژل شو، د درناوي په پار پیل شوي دي.
د تیرې پنجشنبې په ورځ د زابل مرکز کلات کې موټر بم چاودنه رامنځته شوه چې له امله یې لږ تر لږه ۴۱ تنه ووژل شوي او ۱۸۵ نور ټپیان شول.
د دغه برید مسوولیت طالبانو په غاړه واخیست او په خبره یې د برید هدف یې د ملي امنیت سیمه ییزه اداره وه، چې له روغتون سره څنګ پر څنګ ده.