که څه هم سږ کال په هېواد کې د انګورو حاصلات د اباد کال له کبله ډېر دی، خو پاکستان په ورته وخت کي د افغانستان پر تازه مېوې محصول درې برابره زيات کړی.
افغان کروندګر او سوداګر اندېښمن دي چي د پاکستان دغه ګام به دوي ته دروند زيان واړوي.
د کندهار ولایت کروندګر وایي، سږ کال د انګور ډېره کمه اندازه بازار ته وړاندي کوي او نور کشمش ورڅخه جوړوي ځکه چې پاکستان د تېر کال په پرتله سږ کال د انګورو محصول درې برابره زیات کړی دی.
دغه کروندګر وایي، سږ کال د زياتو اوبو له کبله يې د انګورو حاصلات د تېر کال په پرتله زیات خو د پاکستان له لوري يې پر تازه مېوې د محصول د زياتوالي ترڅنګ يې بازار هم نه درلود.
د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کي ډېری باغ لروونکو انګورو ته ځانګړي ځايونه جوړ کړي او غواړي چي کشمش يې کړي.
د کندهار د کړهڼي او مالداري چاروکي وايي، سږ کال ۱۵ سلنه د انګورو حاصلات زيات و.
په کندهار کي د سوداګرۍ خونې چارواکي هم اندېښمن چي پاکستان سږ کال پر تازه مېوې درې برابره محصول زیات کړی، چي زيان یې کروندګر او سوداګروته رسېدلی.
کندهار د سوداګرۍ خونې مشر حاجي نصرالله زهير وویل، که څه هم افغان حکومت بهرنيو هيوادونو ته د وچي او تازه مېوې لپاره هوايي دهليز جوړ کړ خو يوازي تېر کال ددې لاري له کندهار څخه نوي ډهلي ته څلور پروازونه تر سره شول چي سوداګر يې د خپلو صاداراتو تر ټولو لږ فيصدي بولي.
د کندهار سوداګر هیله من دي چي لږ تر لږه بايد په اونۍ کي دوه پروازه بهرنيو هېوادونو ته تر سره شي څو حاصلاتو ته يې ښه بازار پيدا شوی وي.