د بې پولې خبریالانو سازمان په رسنیو او خبریالانو برید جنګي جنایت بولي او له طالبانو غواړي چې له افغان حکومت سره خبرې پیل کړي. دغه سازمان وایي، د رسنیو د آزادۍ او د تېرو اتلسو کلونو د لاسته راوړنو د تضمین پرته تل پاتې او عادلانه سوله ناشونې ده.
که څه هم د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې په وروستیو پړاونو کې له کړکېچ سره مخ شوې، خو د پردې شاته دغو خبرو په افغانستان کې د خبریالانو ازادۍ په اړه ځینې اندېښنې راوپارولې دي.
بې پولې خبریالانو پدې وروستیو کې د رسنیو د ملاتړ او بیان ازادۍ د تضمین کمپاین پیل کړی دی. دغه سازمان وایي، د سولې هر ډول خبرو کې باید د رسنیو ازادۍ او د تېرو اتلسو کلونو لاسته راوړنو تضمین وشي.
د بې پولې خبریالانو سازمان استازی رضا معیني پر خبریالانو او رسنیو برید جنګي جرم بولي او له طالبانو غواړي چې د سولې په هر ډول خبرو کې باید نړیوال بشري قوانین په پام کې ونیول شي.
دغه سازمان همدارنګه له افغان دولت هم غواړي چې، د خبریالانو په وړاندې زور زیاتي په اړه لاس په کار شي.
په ورته وخت کې په افغانستان کې د ازادو رسنیو ملاتړ اداره (نی) سږ کال په هېواد کې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتوالي خبر ورکوي.
دې ته ورته د خبریالانو د فدراسیون غړی عزیر احمد تسل د خبریالانو په وړاندې تاوتریخوالي ته اندېښمن دي.
د سولې په خبرو کې د خبریالانو او رسنیو برخلیک په اړه داسې مهال خبرې کیږي چې وسله والو طالبانو د روان کال په غبرګولي میاشت کې خبریالان او رسنۍ وګواښلې او اعلان یې وکړ چې که چیرې رسنۍ د یوې اونۍ په موده کې ددغې ډلې په ضد اعلانونه و نه دروي؛ نو د نظامي هدف په توګه به ورته وکتل شي.
د وسله والو طالبانو دغه اعلان د افغانستان او نړۍ په کچه د خبریالانو او رسنیو اندېښنې او غبرګونونه راوپارول.