افغانستان د ملي دفاع وزارت وایي، ګډو افغان ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې ځمکني او هوایي عملیات ترسره کړي چې له امله یې ۱۶۹ وسله وال طالبان وژل شوي او ۳۹ نور ټپیان دي.
پکتیا- پکتیا ولایت په ورممې ولسوالۍ کې د هوایي بریدونو له امله ۸۴ وسله وال طالبان وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي او دغه راز ددغې ډلې ۲۳ عرادې موټرسیکلونه له منځه تللي دي.
غزنی- د غزني مرکز اړوند سیمو او مقر، واغظ او قره باغ ولسوالیو کې د هوایي بریدونو له امله ۳۴ وسله وال طالبان وژل شوي، ۲۶ عرادې موټر سیکلونه او د مهماتو یوه لویه زېرمه یې له منځه تللې ده.
فاریاب- د فاریاب ولایت په ګرزیوان ولسوالۍ کې د هوایي برید له امله ۱۴ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.
جوزجان- جوزجان په قوشتیپه ولسوالۍ کې د هوایي برید له امله ۸ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
پکتیکا- پکتیا او پکتیا ترمنځ غزیدلې لارې په اوږدو کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته کې ۷ وسله وال طالبان وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي.
ارزګان- اروزګان ولایت په دهراوود ولسوالۍ او د مرکز اړوند د نی چین میر اباد سیمه د هوایي برید او چاڼیز عملیاتو په ترڅ کې ۶ وسله وال وژل شوي او دوه نور ټپیان دي او همدارنګه ددغې ډلې ۱۱ کیلو ګرامه چاودېدونکي توکي او ۴ حلقې مایونونه له منځه تللي دي. .
ننګرهار- ننګرهار ولایت په سرخرود ولسوالۍ کې د هوایي برید له امله ۵ وسله وال طالبان وژل شوي او یو بل ټپی دی او دغه راز ددغې ډلې یو شمېر وسلي او مهمات له منځه تللي دي.
هلمند- هلمند په نادعلی ولسوالۍ کې د هوایي برید له امله ۵ وسله وال طالبان وژل شوي.
میدان وردګ- میدان وردګو ولایت په نرخ ولسوالۍ کې د هوایي برید له امله ۳ تنه وسله وال طالبان وژل شوي.
بغلان- د بغلان ولایت د مرکزي بغلان په ولسوالۍ کې د هوایي برید له امله ۳ وسله وال طالبان وژل شوي