د افغانستان د ملي دفاع وزارت وایي، افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د ولسي پاڅون کووونکو په ملاتړ د بدخشان ولایت کران او منجان ولسوالۍ بېرته نیولې دي.
د ملي دفاع وزارت د خبرپاڼې له مخې، د عملیاتو پرمهال وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې، خو وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د ورځپاڼې په ټکو، د عملیاتو پرمهال یې د وسله والو طالبانو خوندي ځایونه له منځه تللې دي او زیاتوي چې زیات شمېر وسله وال طالبان افغان امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوي دي.
لدې وړاندې افغان ځواکونو ددغه ولایت وردوج او یمګان ولسوالۍ هم له وسله والو طالبانو بېرته ونیولې.
ورځپاڼه زیاتوي چې، دمګړې په ټول بدخشان کې د وسله والو طالبانو د ځپلو په موخه چاڼیز عملیات دوام لري.