طالبانو د سولې خبرو په اړه د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، تر څو چې ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه ونه وځي، په بل هیڅ شي نه قانع کیږي او ټینګار کوي چې، جګړې ته به دوام ورکوي.
دا په داسې حال کې دي د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پرون شنبه له طالبانو سره د سولې خبرې لغوه کړې ځکه چې په خبره یې دغې ډلې په کابل کې د هغه برید مسؤولیت منلی چې د یوه امریکايي سرتېري په ګډون یې ۱۲ کسان ووژل.
د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په ټویټر کې ویلي: « موږ له امریکایې مذاکراتي ټیم سره ګټور مذاکرات درلودل او توافق نامه نهایې شوه، د امریکا مذاکراتي ټیم تر پرونه پوري له شویو پرمختګونو راضي و او خبرې مو په ښه فضا کې پای ته ورسولې، دواړه لوري د توافقنامې د اعلان او لاس لیک لپاره په تیاریو بوخت و چې د ډونلډ ټرمپ ددغو خبرو د لغوې اعلان وکړ.»
په ورته وخت کې د افغانستان دولت د سولې په روانه پروسه کې د رامنځته شوي خنډ لامل د طالبانو روانه جګړه او تاوتریخوالی بولي او ټینګار کوي ترڅو چې وسله وال طالبان اوربند ته غاړه کیږي، افغان وژنه پای ته ورسوي او له افغان دولت سره مخامخ خبرو ته کیني.
دې ته ورته جراییه رییس عبدالله عبدالله وایي، مونږ یوې تل پاتې او باعزته سولې ته ژمن یوو، خو له بدمرغه د سولې وروستۍ موقع د طالبانو د قصدي زور زیاتي او ځینې نورو لاملونو له امله سبوتاژ شوه.
د وسله والو طالبانو د خبرپاڼې له مخې، د امریکا ولسمشر ټرمپ له لوري د ورتګ بلنه زلمی خلیلزاد د اګست د میاشتي په ورستیو کې ورکړې وه، خو په خبره یې دوی دغه سفر په دوحه کې د توافقنامې تر لاسلیک پوري ځنډولی و.
همدارنګه وسله وال طالبان وایي، د هوکړې تر لاسلیک او اعلان وروسته مو د رواني سپتمبر میاشتي ۲۳ نیټه د بین الافغاني خبرو د ناستي لومړۍ ورځ ټاکلې وه.
د طالبانو په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوی چې، د سولې هوکړې په اړه ددغې ډلې دریځ واضح دی او زیاتوي چې امریکا به بېرته د دوی دریځ ته راځي.