د رسنیو یو شمیر ملاتړې ادارې او خبریالان قطر کې د خبریالانو پر وړاندې د خنډونو او معلوماتو ته د دوی محدودیت له امله نیوکې کوي.
د خبریالانو د خوندیتوب کمیټه وایي حکومت باید له قطري چارواکو سره یوځای، خبریالانو ته د ویزو، د اوسیدو ځای او اطلاعاتو ته لاسرسۍ برخو کې اسانتیاوې رامنځته کړي، ترڅو خلک وکولی شي قطر کې د بین الافغاني خبرو جزییاتو په اړه معلومات ترلاسه کړي.
یو شمیر خبریالان چې له دوحې بیرته ګرځيدلي وایي حکومت د دوی پر وړاندې خنډونه ایښي او دوی ته یې اجازه نهورکوي چې قطر کې پاتې شي او د سولې خبرو بهیر ته پوښښ ورکړي.
دوی وایي حکومت باید دوی ته قطر ته د تلو زمینه برابره کړي.
هغه د ګوتو په شمار خبریالان چې اوس قطر کې دي هم اطلاعاتو ته لاسرسۍ په اړه نیوکه کوي.
دا نیوکې له هغه وروسته کیږي چې د تیرې شنبې په ورځ قطر کې د بین افغاني خبرو له پيلیدو وروسته زیات شمیر خبریالان له قطره بیرته افغانستان تهراغلل او خبرې هم د بندو دروازو ترشا روانې دي.
خو د سولې چارو کې د دولت وزارت د خبریالانو دا ادعاوې بې بنسټه بولي او وایي چې له دغو خبرو د خبري پوښښ لپاره د خبریالانو پر وړاندې هیڅ خنډ نشته.