د ولسي جرګې مشر، میر رحمان رحماني قطر کې د بین الافغاني خبرو په دوام کې د اوربند د رامنځته کیدو غوښتنه وکړه.
ښاغلي رحماني د روانې جګړې له امله د ملکي وګړو پر مرګ ژوبلې اندیښنه وښوده او د جګړې پر دواړو خواوو یې غږ وکړ چې پر اوربند باندې سره سلا شي.
د ولسي جرګې یو شمیر نورو غړو هم د نن ورځې غونډه کې وویل چې طالبانو د سولې خبرو پیلیدو سره د غزني او کندز ولایتونو د سقوط هڅه کوي.
دوی له حکومته غوښتنه وکړه چې د خبرو په دوام کې پوځي اقدام هم وکړي او اجازه ورنه کړي چې طالبان خپلې دغې موخې ته ورسیږي.
د جرګې غړو په حکومت کې د سرپرست وزیرانو د کار پر دوام هم نیوکه وکړه او له حکومته یې وغوښتل چې ژر تر ژره نوماند وزیران د رایې اخیستلو لپاره ولسي جرګې ته ورمعرفي کړي.
د جرګې غړي وایي نوماند وزیران باید په اړوندو وزارتو کې د کار له پيلیدو وړاندې دوی ته واستول شي.
دوی ګواښ وکړ چې که چیرې حکومت د نوماند وزیرانو معرفي کیدو کې ناغیړي وکړي، نو راتلونکې اونۍ به په دې اړه خپله پریکړه اعلان کړي.
د ولسي جرګې د غړو دا نیوکې داسې حال کې مطرح کیږي چې د نن ورځې غونډه کې د استازو دریو کې یوه برخه یې حضور نه درلود.