د بلخ ولایت یو شمیر اوسیدونکو نن سه شنبه دغه ولایت کې د برښنا بیې لوړوالي له امله لاریون وکړ.
دوی د برښنا شرکت ودانۍ مخې ته ور غونډ شوي وو او د خدماتو د یو شان رسولو غوښتنه یې کوله.
لاریون کوونکو ویل چې بلخ کې د برښنا بیه د نورو ولایتونو په پرتله لوړه ده او حکومت باید دې برخه کې انډول په پام کې ونیسي.
دوی ویل له څو میاشتو راهیسي د برښنا لګښت د کمولو نارې وهي، خو تر اوسه یې غږ تر چارواکو نه دی رسیدلی.
دوی ګواښ وکړ چې که چیرې د دوی غوښتنې په پام کې ونه نیول شي، نو مدنیسرغړونو ته به لاس پورې کړي.
لاریونوالو پر زورواکو هم غږ وکړ چې د برښنا د لګښت پیسې ورکړي او د خدماتو رسونې له ګډوډولو لاس واخلي.
د بلخ د برښنا سرکت مشر، حمیدالله حمیدي ویلي هیواد کې د برښنا د تعرفو انډول کولو باندې کار روان دی او دا ستونزه به ډير ژر حل شي.
بلخ ولایت کې اوسمهال د یو کیلو واټ برښنا بیه ۶.۲۵ افغانۍ ده، داسې حال کې چې دا کچه کابل کې تر دوو افغانیو رسیږي.