د طالبانو او افغان حکومت د سولې مذاکراتي ډلو تخنیکی یا د تماس ډلو نن یک شنبه د رسنیو له سترګو پناه ناسته وکړه.
ټاکل شوې وه چې په دغه ناسته کې د راتلونکو مذاکراتو پر اجنډا باندې خبرې او توافق وشي.
د مصالۍ عالي شورا مشر عبدالله عبدالله، چې نن یې قطر کې یوې خبري ناستې ته خبرې کولې وویل؛ دا اساسي پوښتنه به وړاندې شي چې دواړه خواوې تر کوم ډول نظام لاندې ګډ زوند وکړي.
عبدالله وویل سره له دې چې د دواړو خواوو ترمنځ د نظر اختلافونه شته، خو د خبرو اترو بهیر باید ونه درول شي.
عبدالله زیاته کړه چې په دې کې له طالبانو سره موافق دی چې بین الافغاني خبرو کې هیڅ بهرنی کس شتون ونه لري.
هغه همداشان وویل چې د مذاکراتو پيلیدو سره، باید د تاوتریخوالي کچه کمه شي.
بله خوا د افغان حکومت د مذاکراتي ټیم مشر، معصوم ستانکزي دغه ناسته کې وویل دا منطقي نه ده چې د سولې له خبرو سره یوځای جګړه هم دوام ولري.
سره له دې چې د دواړو خواوو د تماس ګروپونو ناسته کړې ده؛ خو معلومه نه ده چې دوی د اجنډا جوړولو کې بریالي شوي او یا سبا د دوشنبې په ورځ به د سولې مذاکرات پیل شي کنه.