د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مایک پمپیو د بین افغاني خبرو د پيل مراسمو کې ګډون لپاره قطر ته سفر کوي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي افغانستان کې زیات پرمختګونه شوي او ویاړي چې مایک پمپیو د افغانانو ترمنځ خبرو پيلیدو لپاره قطر ته روانیږي.
ټرمپ په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي افغانستان کې د روان کال له فبرورۍ میاشتې هیڅ امریکایي سرتیری نه دی وژل شوی او ډير ژر به د دغو سرتیرو شمیر ۴۰۰۰ تنو ته کم کړي.
هغه ویلي: “زه په ویاړ سره اعلام کوم چې مایک پمپیو به نن د افغانانو ترمنځ خبرو پیل لپاره قطر ته یو تاریخي سفر ولري. افغانستان کې د سرتیرو شمیر به ډیر ژر ۴زرو ته کم شي.”
مایک پمپیو هم د بین الافغاني خبرو د پيلیدو هرکلي ترڅنګ ویلي چې سولې لپاره دغه تاریخي فرصت باید له لاسه ونه وځي.
بله خوا، افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد د خبرو د پيل هرکلی کړی او ویلي یې دي چې تاریخ ښودلي چې د قدرت انحصار او په زوره د یوې ایدیالوژۍ تپل، د تاوتریخوالي د زیږیدو لامل ګرځي او دې ته لاره هواروي چې هیواد کې بهرنۍ لاسوهنې پيل شي.
خلیلزاد ویلي که څه هم د سولې لاره له ستونزو ډکه ده، خو اوس د افغانانو وار دی چې دغه اوږده جګړه پای ته ورسوي.
ټاکل شوې ده چې سبا د شنبې په ورځ په قطر کې د بین الافغاني خبرو د پیل مراسم جوړ شي.