ولسمشر غني یوځل بیا د جمهوریت پر ساتنې ټينګار وکړ او زیاته کړه چې هیڅکله د دغه نظام د ړنګیدو اجازه نه ورکوي.
ښاغلي غني نن پنجشنبه د مارشال محمد قسیم فهیم له پوځي پوهنتونه د یو شمیر افسرانو د فراغت مراسمو کې خبرې کولې.
ولسمشر د تیر هغو پيښو ته اشاره وکړه چې د افغانستان پوځي وسایل د کباړ په شکل پلورل شوي وو او ټینګار یې وکړ چې نور به چاته د دې کار اجازه ورنه کړي.
ده همداشان زیاته کړه چې هیڅ کله به پر افغان امنیتي ځواکونو معامله ونشي او که سوله هم راځي، هغه به داسې سوله وي چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو رول پکې خوندي وي.
هغه ډاډ ورکړ چې سوله راتلونکې ده، خو داسې سوله چې د افغانستان ولس یې غوښتنه کوي.
دا په داسې حال کې دي چې ټاکل شوې ده د افغان حکومت د سولې مرکچي پلاوی سبا جمعه طالبانو سره خبرو لپاره قطر ته لاړ شي.
یک تلویزیون ته یوې سرچینې وویل چې د مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله، او د بهرنیو چارو وزارت سرپرست حنیف اتمر هم د دغه پلاوي ملتیا کوي.