یوې باوري حکومتي سرچینې یک تلویزیون ته وویل چې ټاکل شوې ده د حکومت د سولې مرکچي پلاوی سبا جمعه له غرمې وروسته قطر ته لاړ شي.
د مصالحې شورا مشر عبدالله عبدالله او د بهرنیو چارو وزارت سرپرست، حنیف اتمر هم د پلاوي ملتیا کوي او یو ددغو نه به د افغانستان اسلامي جمهوریت بیانیه اوروي.
د پلاوي تر سفر یوه ورځ وروسته د شنبې په ورځ، د خبرو اترو د پرانستې مراسم ترسره کیږي.
د سرچینې په وینا له هغه وروسته یوه ورځ طالبانو سره اصولو باندې هوکړې ته ځانګړې شوې ده.
دغه ورځ کې به د اجنډا، د مذاکرې اصولو، د خبرو اسانوونکو او ګډ سکرتریت باندې خبرې کیږي.
سرچینه وایي حکومت د اسانوونکو له شتون سره موافق نه دی، خو طالبان یې جدي غوښتنه کوي.
همداشان د هغو دوو تنو طالب بندیانو ستونزه هم حل شوې، چې د یوې فرانسوۍ میرمنې وژنې باندې تورن وو او فرانسې غوښتل چې دوی قطر ته انتقال شي.
پاتې نورو شپږو طالب بندیانو ته پاسپورټونه صادر شوي او دوی به قطر ته لیږدول کیږي.
دوی به د نوامبر میاشتې تر پایه په قطر کې نظربند وي، خو که چیرې ستونزه حل شوه، بیرته به کابل ته انتقالیږي.
سرچینه همداشان وایي کیدای شي چې د پرانستې مراسمو ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مایک پمپیو هم ورشي او د قطر د بهرنیو چارو وزیر به هم پکې خبرې وکړي.