د طالبانو د ۴۰۰ تنو طالب بندیانو له ډلې ۷ تنه یې چې طالبان وایي تر اوسه نه دي خوشې شوی، د سولې بین الافغاني خبرې له ځنډ سره مخ کړي دي.
د طالبانو د سیاسي ډلې ویاند، محمد نعیم وردګ په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي چې طالب مشرانو تیره ورځ په قطر کې د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت مرستیال او زلمي خلیلزاد سره د خپلو بندیانو پر خوشې کیدو خبرې کړي دي.
طالبانو ته نږدې سرچینې هم وایي چې د یادو ۷ تنو نه خوشې کیدل د دې لامل شوي چې بین الافغاني خبرې وځنډیږي.
دا په داسې حال کې دي چې د ولسمشر ویاند، صدیق صدیقي پرون کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل چې دا خبرې د یو لړ تخنیکي ستونزو له امله ځنډیدلي دي.
بله خوا، د مصالحې عالي شورا مشر، عبدالله عبدالله هم نن د احمد شاه مسعود تلین مراسمو کې وویل چې د افغان حکومت مذاکراتي ټیم به ډیر ژر قطر ته لاړ شي او طالبانو سره به مخامخ خبرې پيل شي.
دا ۷ تنه طالب بندیان د هغو ۴۰۰ تنو له ډلې دي، چې مشورتي لویې جرګې یې د خوشې کیدو مشوره ورکړې وه.
سره له دې چې د دواړو خواوو له لوري زرګونه بندیان تبادله شوي دي، خو تر اوسه معلومه نه ده چې بین الافغاني خبرې به کله پيل شي.